ازبکستان یو ځل بیا له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ژمنه کړې ده. د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف پر نړیوالې ټولنې هم غږ کړی دی چې د ساړه ژمي تر را رسېدو مخکې دي له افغانستان سره اړینه بشري مرسته وکړي. هغه په پلازمېنه تاشکند کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې په افغانستان کې د بشري او اقتصادي بحران مخنیوي لپاره نړۍ ته په کار ده چې د ژمنو پر ځای عمل وکړي او د دغه جګړه ځپلي هېواد لاسنیوي ته راودانګي. هغه څرګنده کړې ده چې افغانستان تر بل هر وخت ډېر اوس د نړۍ مرستې ته اړتیا لري او نړۍ هم نباید تر دې ډېر د دغه هېواد وګړي ناهیلي کړي.
































