انډیا اکسپریس د افغانستان له نوي حکومت سره د هند اړیکو، ترهګرۍ څخه اندېښنو او له دغه هېواد سره بشري مرستو ته په پام یوه اوږده لیکنه خپره کړې ده. لیکوال وایي چې له افغانستان سره د هند د طبي توکو او غنمو مرسته ښیي چې هندوستان غواړي د افغانستان له ا.ا سره خپلې اړیکې ښې او لا پراخې کړي. د لیکوال په خبره، سربېره پر دې چې هند په افغان چارو کې د پاکستان پر لاسوهنو خواشینی دی او وېره لري چې اسلام اباد به افغان خاوره د هند پر ضد وکاروي خو بیا هم د افغانستان له نوي حکومت سره د دغه هېواد د چارواکو له لیدنو داسې ښکاري چې هند د خپل سیاست لوری بدل کړی دی او دا ځل نه غواړي چې له ا.ا سره په فاصلې ځان د پاکستان د شومو موخو قرباني کړي او د لیکوال په خبره، دا معقوله لار ده. لیکنه کې دغه راز د هندي چارواکو له قوله راغلي چې هند به افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي او نړۍ هم باید په دغه هېواد کې د بشري بحران مخنیوي لپاره له دغه هېواد سره مرستې دوامداره وساتي.
































