قطر او امریکا د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له خپل قطري سیال محمد بن عبدالرحمن سره تلیفوني خبرې کړې دي. ددې خبرو په اجنډا کې افغانستان هم شامل وو. دواړو لورو د افغانستان پر روان وضعیت او راتلونکې بحثونه کړي دي او د بشري مرستو پر رسولو ټینګار شوی دی.
قطري لوري ویلي چې دوی له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او په دې لټه کې دي چې په دغه هېواد کې د دایمي ثبات لپاره هڅې وکړي. دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا هم خبرې کړې دي. قطر له څو کلونو راهیسې د افغانستان په مسئله کې ښکېل هېواد دی، چې تر ډېره له امریکا سره ښې اړیکې لري او د تخلیې ماموریت کې یې هم له امریکا سره پراخه همکاري لرلې ده.































