برېټانیا به له افغانستان د لا ډېرو افغانانو په ایستلو لاس پورې نه کړي. د ګارډین د راپور پر بنسټ د برېټانیا د کورنیو چارو وزیره ښایي هغه پلان لغوه کړي چې له مخې یې دوی غوښتل لسګونه له خطر سره مخ افغانان له دې ځایه وباسي.
سرچینه کاږي چې برېټانیا د تخلیې د ماموریت پر مهال د زرګونه افغانانو د ایستلو او ځای پر ځای کولو اعلان وکړ، خو اوس ورو ورو له دې پلان په شا کېږي او د لا ډېرو افغانانو له منلو مخ اړوي. په مطلب کې راځي چې د برېټانیا د کورنیو چارو وزارت دغه اعلان ملاتړ نه درلود، نو دوی د مالي سرچینو په پیدا کولو بریالي نه شول، له همدې امله ښایي دغه پلان لغوه کړل شي.
ګارډین ته ځينو چارواکو ویلي چې ښایي هغه مهال د زرګونه افغانانو د ایستلو اعلان یوه نمایشي کړنه وه، چې دمګړی یې برېټانیا په عملي کولو بریالۍ نه ده.
































