قطر په افغانستان کې پانګونه ارزوي. دوحه نیوز په یوه راپور کې وایي چې قطري حکومت غواړي په افغانستان کې په بېلو برخو کې پانګونه وکړي، خو ښايي دغه چاره د برېښنا په برخه کې له پانګونې پیل کړي.
دوحه نیوز د ځینو افغان چارواکو له قوله ویلي چې په نږدې راتلونکې د قطر یو پلاوی افغانستان ته راځي او دا ارزوي چې دوی له اوبو د برېښنا د تولید په برخه کې څه ډول پانګونه کولی شي.
سرچینه وایي چې قطري پلاوی به همدا راز په افغانستان کې په نورو برخو کې هم د پانګونې څرنګوالی و ارزوي. داسې مهال د برېښنا په برخه کې د دوحې له لوري د پانګونې خبر ورکول کېږي چې د افغانستان شاوخوا اتیا سلنه برېښنا وارداتي ده او تر ډېره د مرکزي اسیا له هېوادونو تامینېږي.
































