بایډن وایي هغه په ډېره ښه بڼه خپل سرتېري له افغانستان ایستلي دي. د امریکا ولسمشر جو بايډن له فاکس نیوز سره په خپله یوه مرکه کې ویلي، دی له لومړي سره په افغانستان کې د نظامي حضور مخالف و، نو له همدې امله دې ته جدي و چې خپل سرتېري له افغانستان وباسي.
هغه زیاته کړې چې ډېری امریکایان د تخلیې پر ماموریت نیوکه کوي، خو زیاتوي هېچا داسې لار ورته و نه ښووده، چې له یادو ستونزو او ورانیو پرته خپل سرتېري له افغانستان وباسي. بايډن همدا راز وایي چې هغه پر ځای پرېکړه کړې ده، ځکه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور په اوونۍ کې ۳۰۰ میلیونه ډالر لګښت درلود او هره شېبه دوی ته د سر خطر موجود و.
نوموړي ټینګار کړی چې له خپلې پرېکړې به دفاع کوي او د سرتېرو د ایستلو په پرېکړه کې لوړه سلنه امریکایان دده همنظره دي.































