امریکا وایي د ایراني عسکرو وحشتناکه کړنه باید په دقیقه توګه وڅېړل شي. د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې د ایراني عسکرو له لوري د افغان مسافرو پر وژلو غبرګون ښودلی دی. آلیس ویلز ویلي هغه ادعاوې چې ګواکي افغان مسافر د ایراني عسکرو له لوري په سیند لاهو شوي له وحشته ډکې دي. د نوموړې په خبره ایراني عسکرو د افغان مسافرو په وهلو ډبولو، سیند ته لاهو کولو او وژلو نه بښل کېدونکی او ستر بشري جنایت ترسره کړی دی. ویلز ددغه پېښې د هر اړخیزې پلټنې غوښتنه کړې ده او په وینا یې ددغه جنایت عاملین باید معلوم شي، و نیول شي او سزا ورکړل شي. څو ورځې وړاندې ایراني عسکرو نږدې شپېته افغان مسافر پر هریرود سیند لاهو کړي وو چې له دې ډلې یوازې ۱۲ یې ژوندي پاتې دي او پاتې نور په اوبو کې ډوب شوي او مړه شوي دي.
































