رویټرز اژانس راپور ورکړی دی چې په متحده ایالاتو کې د کرونا وبا له امله د مړه شویو کسانو شمېر ۸۰۰ زرو ته رسېدلی دی. د راپور له مخې، په امریکا کې د یکشنبې په ورځ له کرونا ویروس څخه د مړینې شمېر له ۸۰۰۰۰۰ ډېر شوی او د سړې هوا له څپې سره د کرونا ویروس اومیکرون بڼه هم د خپرېدو په درشل کې ده. د امریکا روغتیایي چارواکو ویلي چې که چېرته د دغه ویروس د مخنیوي لپاره اړین اقدامات ونه شي نو ممکن دغه هېواد له یو بېسارې بحران سره لاس او ګریوان شي. دوی وایي چې د اومیکرون په نامه د کرونا ویروس نوې بڼه امریکا ته رسېدلې ده او تر اوسه پورې په دغه ویروس لسګونه کسان اخته شوي هم دي.
































