د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن له خپل قطري سیال عبدالرحمن الثاني سره ټلفوني خبرې کړې دي. بلینکن په دې ټلفوني مکالمه کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو ځانګړې توګه د امریکایي وګړو او د هغوی د افغان همکارانو د ایستلو برخه کې د دغه هېواد د مرستې او همکاریو مننه کړې ده. راپورونه وایي چې بلینکن دغه راز له خپل قطري سیال سره په خبرو کې د افغانستان په اړه پر لا ډېرې همغږۍ ټینګار کړی دی. دواړو لوریو دغه راز په افغانستان کې له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې او یو لړ نورو پام وړ موضوعاتو ګټورې خبرې اترې کړې دي.
































