د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې ا.ا د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره دوستانه او ښې اړیکې غواړي. هغه له اسوشیټډ پریس سره په تازه مرکه کې ټینګار کړی دی چې امریکا به ورو ورو د افغانستان په اړه خپل سیاست کې بدلون راولي. هغه یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې امریکا باید د افغانستان کنګل شوې ملي شتمني ازاده کړي، ځکه چې د ده په خبره، د دوی تر واک لاندې په خپلو پښو ولاړ افغانستان د امریکا په ګټه هم دی. نوموړي دغه راز حکومتولۍ ته په اشارې ویلي چې طالبانو تغیر کړی دی او د هرې ورځې په تېرېدو پرمختګونه محسوسېږي. متقي امریکایانو ته په خطاب کې ویلي چې امریکایان ستر ملت دی او باید په هغه کچه صبر او زړه هم ولري څو جرات وکړي چې د افغانستان په اړه خپل سیاستونو د نړیوالو نورمونو په رڼا کې وضع کړي، اختلافاتو ته د پای ټکی کېږدي او له افغانستان سره ښه روابط ولري.
































