د ډالر پر وړاندې د ترکیې د پولي واحد د ارزښت لوېدو پر دوام نن د دغه هېواد رسنیو راپور ورکړی دی چې په ترکیه کې یو ډالر ۱۴ لېرو ته پورته شوی دی. د ترکي رسنیو په خبره، په تېرو شپږو کلونو کې په تدریج سره د ډالر پر وړاندې د لېرې ارزښت لوېدلی دی خو په ۲۰۱۵ میلادي کال کې یو امریکایي ډالر په ۲.۵ لېرې تبادله کېده. د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت هم تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی او نن یو ډالر په ۱۲۶ افغانۍ هم تبادله شوی دی.
































