د کورنیو چارو وزارت، پاسپورت ریاست وایي چې په دغه ریاست کې رامنځته شوې تخنیکي ستونزه لا هم نه ده حل شوې. د یاد ریاست سرپرست عالم ګل حقاني له هغو سلګونه کسانو د صبر او زغم غوښتنه کړې ده چې په ورځو ورځو د دغه ریاست مخې ته په کتارونو کې ولاړ دي. حقاني زیاته کړې ده چې تر اوسه پورې په دغه ریاست کې رامنځته شوې تخنیکي ستونزه حل شوې نه ده نو د پاسپورت متقاضیان دې له صبر او زغم څخه کار واخلي. د یادونې ده چې یوه میاشت مخکې پاسپورت ریاست په څو نورو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش بهیر له پیل سره هممهاله خبر ورکړ چې په کابل پاسپورت ریاست کې د رامنځته شویو تخنیکي ستونزو له امله د پاسپورت ورکړې بهیر ځنډول شوی دی.
































