امریکا د هغو کسانو وروستۍ شمېره اعلان کړه چې د تخلیې له ماموریت راهیسې یې له افغانستان ایستلي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دوی د روان کال له پیله شاوخوا ۹۵ زره افغانان امریکا ته لېږدولي دي. له دې ډلې ۷۴ زره یې د تخلیې ماموریت له پیلېدو راهیسې له افغانستان ایستل شوي دي.
امریکا وایي چې په دې کې ګڼ داسې کسان شته چې د امریکا د دایمي اوسېدو اسناد یې لرل یا ځانګړې وېزې ورته وتلې وې او زرګونه بیا داسې دي چې د تخلیې په ماموریت کې راوتلي او هلته یې ژوند ته خطر و. امریکا وایي چې تر دې دمه یې د افغانانو د ایستلو ماموریت نه دی درولی او په خبره یې دا لړۍ به روانه وي.
امریکا داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې تر دې وړاندې برېټانیا له افغانستان د افغانانو د ایستلو د پروسې د درولو خبر ورکړی دی. راپورونه وایي چې ښايي برېټانیا نور له افغانستان له خطر سره مخ افغانان و نه باسي.
































