د پاکستان او ایران ترمنځ پر پاکستاني پوله ساتو برید شوی دی. د پاکستاني پوځ له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پېښه کې دوه پاکستاني سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي. د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په یاده نښته کې یوازې یو پاکستانی پوځي وژل شوی خو رسنیو د پوځ له قوله راپور ورکړی دی چې تر پېښې وروسته درې سرتېري په ټپي حالت کې روغتون ته لېږدول شوي دي چې یوه یې د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده او د دوو نورو ټپیانو روغتیایي حالت دا ندېښنې وړ نه دی. تر اوسه پورې د برید پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
































