د افغانستان ا.ا مسوولین وایي چې د قزاقستان لخوا شپېته ټنه تېل کندوز ولایت ته را رسېدلي دي. د کندوز ولایت د شېرخان بندر د نفت او ګازو مسولین وايي، چې له لسو کلو وروسته دا درېیم ځل دی، چې له قزاقستان هېواد څخه د شېرخان بندر له لارې نږدې ۶۰ ټنه تېل کندوز ته را رسېږي. دوی ملي سوادګرو ته ډاډ ورکړی، چې ا.ا د نفت او ګازو د لېږد په برخه کې هر راز همکاریو ته چمتو دی. د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوېدو سره هممهاله د تېلو او خوراکي قیمتونه په بېسارې توګه لوړ شوي دي چې دې چارې افغانان سخت اندېښمن کړي دي خو ا.ا ډاډ ورکړی دی چې ژر به د افغانۍ ارزښت بېرته لوړ شي.
































