د پاکستان پلازمینې اسلام اباد ته څېرمه په راولپنډۍ ښار کې په یو وسله وال برید کې دوه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي. د راولپنډۍ پولیسو پېښه تایید کړې ده او ویلي یې دي چې دا پېښه تېره شپه ناوخته شاوخوا ۱۲ بجې د پیر ودهایۍ په سیمه کې د ناڅرګندو موټرسایکل سپرو د برید له امله رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې دوه پولیس سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي. چارواکو ویلي چې سیمې ته د لټون عملیاتو په موخه پوځیان رسېدلي دي خو تر اوسه پورې یې په تړاو څوک نیولي نه دي. د برید پړه تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستې ده او ګڼو عسکرو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
































