د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ۳۳۰ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. ددې وزارت مرستیال وحید مجروح نن په یوه خبري غونډه کې وویل، د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۲۲۴ ته ورسید. مجرح وایي، ۵۹ مثبتې پېښې په هرات، ۳۴ په بلخ، ۴۱ په کندهار، ۱۲ په ننګرهار او پاتې په نورو ولایتونو کې ثبت شوې دي. عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي چې په هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې مخ په زیاتېدو دي او له خلکو یې غوښتي چې د دوی سپارښتنې عملي کړي، په کور کې پاتې شي او له جدي اړتیا پرته له کورو بېرون ونه وځي.
































