په ایران کې په یوه ترافیکې پېښه کې شپږ افغانان وژل شوي دي. د راپورونو له مخې د ایران یزد ښار کې یوه مسافر وړونکي موټر له لارۍ ډوله موټر سره ټکر کړی دی چې له امله یې شپږ افغان مسافر وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د یزد ځايي چارواکي وايي چې په وژل شوو کې یوه ښځینه هم شامل ده او زیاتوي چې د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ نه دی. په وروستیو کې زرګونه افغانان د بېوزلۍ او بېکارۍ له امله هڅه کوي ایران ته واوړي خو وخت ناوخت له دغه ډول پېښو سره مخ کېږي.
ملګري ملتونه وایي چې په ۲۰۲۰ کال کې شاوخوا ۳،۵ میلیونه افغان کډوالو په ایران کې کار او ژوند کاوه، چې لوړه سلنه یې قانوني اسناد نه لري.
































