روسیې او اروپا یو بل ته نظامي ګواښونه کړي دي. د برېټانیا لومړي وزیر بوریس جانسون له ویلاديمیر پوتین سره د اوکراین پر مسئله خبرې کړې دي او ټینګار یې کړی چې د روسیې هېڅ راز مشکوک حرکت به بې ځوابه پاتې نه شي. نوموړي ویلي چې اروپايي ټولنه او ناټو به د روسیې د اقداماتو پر وړاندې نظامي غبرګون وښيي.
بلخوا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال تر دې تلیفوني مکالمې وروسته رسنیو ته ویلي، چې دوی هم د غرب هېڅ اقدام بې ځوابه نه پرېږدي. نوموړي ویلي چې که سیاسي مذاکرات پایله و نه لري، نو روسیه به د اروپا شاوخوا اټومي وسلې او لرې واټن وېشتونکي توغندي ځای پر ځای کړي.
































