سعودي عربستان د ایران پر وړاندې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده. د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د خلیج سیمې هېوادونو په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې له ایران سره د نړۍ اوسنی نرم چلند د زغم وړ نه دی او ایران له دې هر څه د ځان په ګټه استفاده کوي.
هغه وایي نړیواله ټولنه باید د ایران د اټومي پروګرام او بالستیک توغندیو د جوړولو پر وړاندې جدي اقدام ترسره کړي او اجازه دې نه ورکوي چې لا ډېر پرمختګونه وکړي. سعودي عربستان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د امریکا او ایران ترمنځ اټومي مذاکرات پيل شوي، خو اروپايي ټولنه وایي چې دغه مذاکرات ښایي بریالي نه شي او د ماتېدو امکان یې شته دی.
































