د ملي امنیت شورا له طالبانو غوښتي چې د بندیانو په خلاصېدو سره د سولې خبرې هم پیل کړي. د ملي امنیت شورا له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، حکومت له طالبانو غواړي، چې تاوتریخوالی کم کړي، څو د ۱۵۰۰ زندانیانو تر خلاصون وروسته د سولې مخامخ خبرې له ځنډ پرته پیل شي. افغان حکومت پر طالبانو غږ کړی، چې د ورسپارل شوي لېست سره سم، د امنیتي ځواکونو غړي او ولسي خلک چې طالبانو تښتولي، خوشې کړي. د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین هم پرون ماښام په یوه پیغام کې د خپلو زندانیانو د خوشې کیدو هرکلی کړی و او له حکومته یې وغوښتل چې دغه بهیر ګړندی کړي.
































