د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي چې دوی د ابوظبۍ له لوري د هغه وړاندیز منلو ته تیار دي چې ویلي یې و، متحده عرب امارات غواړي له امریکا څخه اف-۳۵ جنګي الوتکې وپېري. بلینکن زیاته کړې ده چې امریکا به پر اماراتو د یادو الوتکو د پلور قرارداد چمتو کولو لپاره کار پیل کړي خو ټینګار کوي چې که امارات دا الوتکې اخلي نو باید ژر له خپله اړخه واضح پیغام دوی ته ورسوي. اماراتو تر اوسه په دې اړه تازه څه نه دي ویلي خو وړاندې تر دې رویټرز اژانس د اماراتي چارواکو له قوله ویلي وو چې دوی د یادو الوتکو پېر ځنډولی دی.
































