د امریکا د سنا جرګې یو نامتو غړي رابرټ منندز په افغانستان کې د امریکا تېر شل کلن ماموریت ناکام بللی دی او زیاته کړې یې ده چې امریکا په دومره موده کې په دغه هېواد کې د قربانیو په ورکولو او د میلیاردونه ډالرو په مصرفولو سره په دې ونه پوهېده چې بریا ته د رسېدو لارې کومې دي. هغه زیاته کړې ده چې په دغه جګړه کې د پاکستان دوه مخیتوب د دې سبب شو چې په افغانستان کې د امریکا شل کلن ماموریت ناکام پای ته ورسېږي. منندز ټینګار کړی دی چې امریکا باید له پاکستان سره د ملګرتیا تر غځولو مخکې له دغه هېواد سره جدي خبرې اترې وکړي څو یو ځل بیا د تېر په څېر مکاري ونه کړي او په خړو اوبو کې ځان ته ماهیان ونه لټوي.
































