د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر له ایران سره د اټومي پروګرام پر سر مذاکراتو کې د خپل استازي پر حضور د ټینګار سربېره ویلي چې ریاض له تهران سره دوستانه او اوږدمهالې اړیکې غواړي. فیصل بن فرحان زیاته کړې، دوی هیله لري چې ایران خبرو اترو ته جدي اوسي او شته ټول خنډونه د خبرو اترو له لارې حل کړي. فرحان زیاته کړې ده چې سعودي له ایران سره د دوستانه اړیکو غوښتونکی دی او دا مسئله تر ډېره په ایران پورې اړه لري چې ایا دوی هم ورته غوښتنه لري او کنه هسې وخت ضایع کوي. هغه دغه راز ټینګار کړی دی چې له امریکا سره د ایران پر بې پایلې خبرو خواشینی دی.
































