د امریکا کانګریس د رایو په اکثریت د دغه هېواد دفاعي بودیجه تایید کړه. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې کانګریس د امریکا ۷۶۸ میلیارد ډالري دفاعي بودیجې ته تر اوږدو ناندریو وروسته رایه ورکړې ده.
سره له دې چې د بودیجې د تصویب په اړه پراخې ناندرۍ روانې وې او وکیلانو خپلې غوښتنې او سپارښتنې لرلې خو په ټوله کې دغه بودیجه د ۸۶ مثبتو رایو په اخیستو تایید شوې او د بایډن لاسلیک ته لېږل شوې ده. په دې بودیجه کې د پوځ د وړتیاوو لوړول، د لګښتونو پوره کول، د پوځي تجهیزاتو پرمختیا، شفافیت رامنځ ته کول او د پوځ منظمول شامل دي. امریکا د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې تر ټولو لوړه دفاعي بودیجه لري او په کانګریس کې وخت ناوخت د یادې بودیجې پر سر ناندرۍ روانې وي.
































