پاکستان وایي له افغانستان سره په تعلیمي او تحصیلي برخه کې مرسته کوي. د پاکستان ولسمشر عارف علوي د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر سره د لیدنې پر مهال ویلي دوی ددې غوښتونکي دي چې په افغانستان کې ټول د زده کړو حق ولري او پاکستان په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دی. عارف علوي وایي له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکي دي او تمه لري چې وکړی شي په دغه هېواد کې د تحصیلي اداراتو په فعالېدو او عصري کولو کې همکاري وکړي.
پاکستان تر دې وړاندې هم له افغانستان سره په تحصیلي برخه کې د مرستو ژمنه کړې ده. د لوړو زده کړ وزارت پلاوی داسې مهال پاکستان ته تللی چې له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې په افغانستان کې د پوهنتونو دروازې د محصیلینو پر مخ تړلې دي او په تحصیلي برخه کې روانه ګډوډي د افغان کادرونو او ځوانانو لپاره د اندېښنو سبب ده.
































