روان کال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۴۶ خبریالان وژل شوي دي. د بې پولې خبریالانو نړیوال بنسټ په خپل کلني راپور کې ویلي چې روان کال په بېلو هېوادونو کې ټول شاوخوا ۴۶ خبریالان وژل شوي دي. سرچینه همدا راز وايي چې روان کال بیا ۴۸۸ خبریالان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ژورنالیستیک فعالیت له امله زنداني شوي دي چې دا شمېره په تېرو ۲۵ کلونو کې بې مخینې وه.
په راپور کې راځي چې ژورنالیستان او د دوی کارونه لا هم د نړۍ په ډېری هېوادونو کې له خطر سره مخ دي او هېوادونه باید پر خپلو سختو قوانینو بیا کتنه وکړي. تر دې وړاندې بې پولې خبریالانو ویلي وو، چې د اسیا او افریقا ډېری هېوادونه د خبریالانو لپاره خطرناک دي او هلته د دوی ژوند او فعالیتونو ته ګواښونه جوړېږي.
































