د امریکا کانګریس په افغانستان کې د امریکا د ماتې د ارزونې په موخه د شپاړس کسیزې کمېټې جوړول تایید کړل. د راپورونو له مخې کانګریس په دفاعي بودیجه کې د هغه کمېټې جوړول هم تایید کړي چې په افغانستان کې به د امریکا د شل کلن ماموریت ارزونه کوي.
په دې کمېټه کې به شپاړس کسه غړیتوب ولري، چې دوی به د خپل کار طرحه او موده کانګریس ته وړاندې کوي او په دې اړه به خپل معلومات او پایلې هم له کانګریس سره شریکوي. کمېټه به په افغانستان کې د شلن کلن حضور، نظامي او ديپلوماتیک ماموریت څرنګوالی، د ماتې عوامل او هغه کسان په ډاګه کوي چې د دوی له امله امریکا په افغانستان کې ماته شوې ده.
همدا راز کمېټه به د امریکا د راتلونکو تګلارو او پالیسیو لپاره وړاندیزونه لري او هغه وړاندیزونه به د کانګریس له لوري تاییدېږي، څو امریکا په راتلونکې کې له ورته ماتو او ناوړه پایلو وژغورل شي.
































