د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا له لوري له افغانستان سره د ۴۷۴ میلیون ډالري مرستې او دغه راز افغانانو ته د یو میلیون ډوزه کرونا ضد واکسین ورکړې هرکلی کړی دی. پخواني ولسمشر پر خپل ټویټر لیکلي چې دوی د امریکا له مرستې مننه کوي او هیله لري چې له افغانستان سره په دې بدو شرایطو کې نړیوالې مرستې دوام پيدا کړي. د یادونې ده چې امریکا په دې وروستیو کې ویلي چې دغه هېواد به افغانستان ته د ۴۷۴ میلیون ډالرو په ارزښت بشري مرستې او دغه راز یو میلیون ډوزه کرونا ضد واکسینو واستوي.
































