د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس راپور ورکړی دی چې د ملک عبدالله د بشردوستانه مرستې له مرکز څخه ۶۵ ټنه خوراکي او نور اړین توکي کابل ته رسېدلي دي. یاد اژانس د دغه مرکز د مدیر عبدالله الربیعه له قوله ویلي چې نن د سعودي په مرسته بار دوه الوتکې کابل نړیوال هوایي ډګر ته رسېدلې دي او ډاډ یې ورکړی دی چې له افغانستان سره به د سعودي مرستې دوام ومومي. عبدالله زیاته کړې، سعودي په پام کې لري چې د روان ژمي په پیل کې ۱۹۶ ټنه خوراکي او نور اړین توکي په شلو پروزاونو کې کابل ته ولېږي. هغه زیاته کړې ده چې دغه راز به د پاکستان له لارې هم د سعودي په مرسته بار ۲۰۰ لارۍ کابل ته ولېږل شي.
































