په پیونګ یانګ کې د روسیې سفارت وایي، په نازي المان د روسیې د بریا د ۷۵ یمې کلیزې په مناسبت یې ځانګړی شوی مډال د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون ته ډالۍ کړی دی. د اسوشیتدپرس د خبر له مخې ددې سفارت په بیانیه کې راغلي، پوتین دغه مډال ځکه کیم جونګ اون ته ډالۍ کړی، چې نوموړي په شمالي کوریا کې د روسي عسکرو د مړینې خاطرې ژوندۍ ساتلې دي. دغه مډال په شمالي کوریا کې د روسیې د سفیر الکساندر ماستیگورا لخوا د شمالي کوریا د بهرنیو چارو د وزیر سون-گوان په لاس کیم جون اون ته لېږل شوی دی. ټاکل شوې وه دغه ورځ په روسیه کې په شاندارو مراسمو ونمانځل شي، چې د شمالي کوریا ولسمشر ته هم پکې بلنه ورکړل شوې وه، خو د کرونا ویروس په خپرېدو سره دغه مراسم وځنډېدل. د مډال د ورکړې مراسمو په عکس کې ښکاري، چې ګډون کوونکو ماسکونه تړلي، خو ویل کېږي تر اوسه پورې په شمالي کوریا کې د کرونا کومه مثبته پېښنه ده ثبت شوې.
































