د امریکا د کانګرس یو شمیر غړو ویلي د افغانستان خلک چې په تیرو شلو کلونو کې د امریکا تر څنګ مبارزه کړې، د قحطۍ او اقتصادي سقوط له خطر سره مخ دي. د امریکا د کانګرس نهو غړو د یوه لیک په خپرولو سره د امریکا د بهرنیو چارو او مالیې وزیرانو ته ویلي چې د بشري کړکیچ مخنیوی قاطع اقدام ته اړتیا لري. د افغانستان د اوسني وضعیت څخه د وتلو په هدف د امریکا د کانګرس دغو غړو د جوبایډن حکومت ته وړاندیز کړی چې د افغانانو کنګل شوې شتمني آزاده کړي څو د ملګرو ملتونو د دفاترو له لارې د ښونکو تنخواوې ورکړل شي او په ښوونځیو کې زده کوونکو ته خواړه برابر شي خو په دې شرط چې نجونې هم ښوونځي ته د تګ اجازه ترلاسه کړي. د کانګرس دغو غړو وویل نغواړي چې د طالبانو له حکومت سره مرسته وشي خو ټینګار یې وکړ داسې لارې چارې شته چې امریکا له هغو څخه په استفاده کولی شي د افغانستان له ناوړه سقوط څخه چې په نړیوالو مرستو متکي دی، په داسې شکل مخنیوی وکړي چې طالبانو ته مشروعیت ورنکړل شي. دغو امریکایي قانون جوړونکو وړاندیز کړی چې مرستې باید طالبانو ته نه بلکې په مستقیم ډول د افغانستان خلکو ته مهیا شي او دا اقدام کولی شي په افغانستان کې د اقتصادي سقوط مخه ونیسي. په دې لیک کې همدارنګه خبرداری ورکړل شوی چې اقتصادي او د خوراکي توکو کړکیچ داسې ویره رامنځ ته کړی چې افغانان احتمالا په ډله ایزه توګه مهاجرت ته مخه وکړي او دا ډول اقدام به په سیمه کې د بې ثباتۍ لامل شي.
































