د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۵۰ میلیونه ډېر کسان په کرونا اخته شوي او تر ۸۰۳ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۲۷۲ میلیونه ډېر شوی او تر پنځه میلیونه ډېر کسان ترې مړه شوي دي. په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۱۳۴ زره او ۲۸۷ تنو ته رسېدلی دی. د دې تر څنګ په برازیل کې ۶۱۵ زره او ۷۴۴، په مکسیکو کې ۲۹۵زره او ۲۰۲، په هند کې ۴۷۳زره او ۵۳۷، په بریټانیا کې ۱۴۶ زره او ۱۰۰، په ایران کې ۱۳۰ زره او ۲۷۷ او په پاکستان کې ۲۸ زره او ۷۸۴ تنه تر دې دمه کرونا وبا مړه کړي دي.
































