مالیې وزارت وايي، د راتلونکي مالي کال لپاره یې بودجه وروستۍ کړې ده. د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي، د راتلونکي کال مالي بودجه نهايي شوې ده او د تصویب لپاره به د وزیرانو شورا ته استول کېږي. حقمل زیاتوي د مالیې وزارت له لوري د بودجې چمتو کولو چارې وروستي پړاو کې دي او په وینا یې دا لومړی ځل دی، چې پر بهرنیو مرستو له تکیې پرته افغانستان کې بودجه چمتو کېږي. د نوموړي په وینا د عادي بودجې تر څنګ لږ خو بنسټیزې انکشافي پروژې هم په دې بودجه کې په پام کې نیول شوې دي.
































