د ا.ا د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان د کنګل شوو پيسو د خلاصولو په اړه د امريکا کانګرس د ځينو غړو د غږ پورته کولو هر کلى وکړ. د ا.ا د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي پرخپله ټويټر پاڼه ليکلي چې دوى په نړيواله کچه د ورته غږونو پورته کولو غوښتونکي دي. نوموړي زياته کړې چې د افغانستان د شتمنيو کنګل کېدل او د بانکي سیسټم کي ستونزي د بشري ناورین لامل ګرځي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د کانګرس غړو د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادیدو غوښتنه کړې ده. د امریکا د کانګرس یو شمیر غړو پرون ویلي چې د افغانستان خلک چې په تیرو شلو کلونو کې د امریکا تر څنګ مبارزه کړې، د قحطۍ او اقتصادي سقوط له خطر سره مخ دي.د امریکا د کانګرس نهو غړو د یوه لیک په خپرولو سره د امریکا د بهرنیو چارو او مالیې وزیرانو ته ویلي چې د بشري کړکیچ مخنیوی قاطع اقدام ته اړتیا لري.
































