روسیې له اوکراین سره پر پوله د کشمکشونو کمولو لپاره خپل نوي شرایط وړاندې کړي دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي دوی غرب او امریکا ته خپل شرایط وړاندې کړي دي او له دې شرایطو پرته بله هېڅ لاره نشته.
په شرایطو کې راځي چې د ناټو غړي هېوادونه به د روسیې په شاوخوا هېوادونو کې نظامي تحرکات کموي او تر څنګ به یې اوکراین ته د ناټو غړیتوب نه ورکوي. همدا راز روسیه وایي دوی به په مقابل کې د اوکراین پر وړاندې هېڅ راز اقدام نه ترسره کوي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې بیا ویلي چې دا شرایط د منلو نه دي، نو ښه به وي چې مذاکرات دوام وکړي. ناټو وایي روسیې له اوکراین سره پر پوله تحرکات ډېر کړي او غواړي پر دغه هېواد برید وکړي، چې د مسکو لپاره به خورا ناوړه پایلې ولري.
































