د امریکا د ملی امنیت سلاکار جیک سلیوان وایي د ایران د اټومي تړون په هکله خبرې په سمه توګه نه دي روانې او امریکا تر اوسه د دې تړون سره د بېرته یو ځای کېدو لار نه ده موندلې. سلیوان چې په اتریش کې د ایران د اټومي تړون په هکله د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو او ایران د استازو تر منځ د خبرو اترو په هکله په یوې انلاین غونډه کې خبرې کولې، وویل چې د اروپایي هېوادونو د مرکچیانو له لارې یې ایران ته د اټومي پروګرام د مخکې تګ په هکله د امریکا د خبرداري پیغام هم ور رسولی. د امریکا د ملي امنیت سلاکار په داسې حال کې په دې خبرو کې د نه پرمختګ خبره کوي چې اروپایي دیپلوماتانو هم ایران ته خبرداری ورکړی چې ډېر ژر داسې مرحلې ته د رسېدو په حال کې دي چې نور پرمختګ پکې نشي کیدای.
































