د پاسپورټ ریاست سرپرست علم ګل حقاني وايي، په کابل کې به د پاسپورټونو د وېش بهیر سبا یکشنبه بېرته پيل شي. حقاني نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په کابل کې د پاسپورټ د وېش بهیر له پیلېدو سره به د پاسپورت د وېش ظرفیت د ورځې ۷ زرو ته ورسېږي. حقاني زیاته کړه چې د پنجشنبې په ورځ یوازې د ا.ا غړو او ځواکونو ته پاسپورټونه ویشل کیږي. هغه زياته کړه، چې د پاسپورټونو له وېش څخه تر اوسه شاوخوا ٦٠٠ ميليونه افغانۍ د دولت خزانې ته لېږدول شوې دي. ده ټینګار وکړ چې د پاسپورټ غوښتونکي چې د ولایت هویت کارت لري باید د پاسپورت ترلاسه کولو لپاره خپلو ولایتونو ته ولاړ شي. د ده په خبره د انلاين ډول فورمې بدلې شوې او زاړه پاسپورټونه به نه صادرېږي. حقاني له روغتیايي چارواکو وغوښتل چې هیچا ته د سپارښتنې لیکونه ورنکړي، او له خلکو یې وغوښتل چې کمېشنکارانو ته پیسې ورنکړي.
































