وروسته تر هغه چې پرون په کابل کې یو دیني عالم او خطیب مولوي عبدالسلام عابد له یوې چاودنې روغ ووت، نن د کابل ښار د اوولسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یو بل دیني عالم مولوي بسم الله شاکر د وسله والو په برید کې خپل ژوند بایللی دی. کورنیو چارو وزارت تایید کړې ده چې مولوي شاکر د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی دی. د یاد وزارت په خبره، مولوي بسم الله شاکر د کابل دارلعلوم د عربي برخې د آمر په حیث دنده اجرا کوله چې نن د کابل ښار د ۱۷مې حوزې په مربوطاتو کې د دښمن په یو ناځوانمرادانه برید کې وژل شوی دی
































