ولسمشرغني نن د هېواد د یو شمېر ولایتونو له والیانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي. ولسمشر د میدان وردګو، لوګر، غزني او بامیانو واليانو ته په دغه ولایتو کې د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو سپارښتنه کړې ده او د بامیانو والي ته یې ویلي، چې د تاریخي اثارو د قاچاق او غلا مخه ونیسي. په دې خبرو کې د ننګرهار له امنیتي چارواکو غوښتل شوي، چې په دغه ولایت کې د امنیت د تامین لپاره لاس په کار شي او په مومندره ولسوالۍ کې دې امنیتي تهدیدونه له منځه یوسي.
































