د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي ویلي چې اوسمهال اداري فساد په یو مخیزه توګه له منځه تللی دی او په خبره یې اقتصادي ستونزې له تېر نظام نه دوی ته په میراث پاتې دي. ستانکزي په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې، د دوحې هوکړې ته په اشارې ویلي چې د دوحې هوکړې پر بنسټ امریکا دې ته ژمنه وه چې اسلامي نظام ومني او خپل سفارت کابل کې پرانیزي او د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه نه کوي خو اوس لیدل کیږي چې امریکا خپلو ژمنو باندې عمل نه کوي. ستانکزي دغه راز له هېواده وتلو افغانانو باندې غږ کړی دی چې بېرته هېواد ته راشي او په ګډه د هېواد د ابادۍ لپاره کار وکړي.
































