امریکا د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د غونډې هرکلی کړی دی. د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټوماس ویسټ په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي، چې د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان له غونډې هرکلی کوي. نوموړی وايي چې په دې غونډه کې او همدا راز ددغه هېواد په اړه د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه غونډه کې په اسلام اباد کې ګډون کوي.
امریکا وایي دوی د هغو کنفرانسونو هرکلی کوي چې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو، همکاریو او بشري خدماتو په موخه ترسره کېږي. ټاکل شوې چې په اسلام اباد کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان غونډه د افغانستان په اړه جوړه شي او همدا راز به په اسلام اباد کې د ترویکا فارمټ غونډه هم جوړه شي.
































