امریکا وایي په افغانستان کې د بشردوستانه خدماتو په برخه کې فعالو موسساتو ته دې خنډونه نه جوړېږي. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان کې له ټولو موسساتو، لکه ملګرو ملتونو، نړیوال سره صلیب، د کډوالو نړیوال سازمان او نورو سره په اړیکه کې دي او دوی لا ډېرو بشردوستانه خدماتو ته هڅوي.
دده په خبره دوی ورسره په ځينو مواردو کې خپلې ستونزې شریکې کړې دي، له همدې امله امریکا ددې غوښتونکي ده چې د یادو موسساتو په چارو کې دې مداخله نه کېږي او امریکا یې د بشردوستانه خدماتو بشپړ ملاتړ کوي.
هغه ډاډ ورکړی چې د امریکا پالیسي به هېڅ وخت بشردوستانه خدمات زیانمن نه کړي او په خبره یې فعالیتونو ته یې هېڅ راز خنډ نه جوړېږي.
ویسټ همدا راز وایي چې د بشردوستانه خدماتو، بشري حقونو، اقلیتونو او ښځینه وو د حقونو په اړه یې خپل لیدلوری په واضح توګه د افغانستان له نوي حکومت سره شریک کړی دی او په دې برخه کې نرمښت نشته دی.
































