د مرکزي اسیا غړي هېوادونه او هند پر افغانستان خبرې کوي. د راپورونو له مخې په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه له غونډې سره هممهاله په نوي ډهلي کې هم د هند او پنځو اسیايي هېوادونو ترمنځ غونډه کېږي.
په دې غونډه کې د هند، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان او قزاقستان د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي او د بحث مهمه موضوع یې د افغانستان روان وضعیت دی.
هندي رسنیو ویلي چې په دې غونډه کې به له افغانستان سره پر بشردوستانه مرستو، له دغه هېواد سره پر اقتصادي همکاریو، د سیمې پر اتصال او د چابهار بندر پر فعالېدو او پراختیا خبرې کېږي.
































