ایران وایي د افغانستان د کشالې د حل یوازینۍ لار په دغه هېواد کې یو ټولشموله او ټولو اړخونو ته د منلو وړ حکومت جوړول دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په اسلام اباد کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی د افغانستان په اړه اندېښنې لري.
هغه چې د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته تللی وایي، د سیمې هېوادونه باید په افغانستان کې د دایمي ثبات په راوستو کې همکاري وکړي او په خبره یې د اوسنۍ کشالې د حل یوازینۍ لار دا ده چې په دغه هېواد کې یو ټولشموله او ټولو اړخونو ته د منلو وړ حکومت رامنځ ته شي.
د عبدالهیان په خبره د اسلامي همکاریو سازمان باید دا مسئله د افغانستان نوي حکومت او ټولو ګډون کوونکو هېوادونو ته واضح کړي چې دغه هېواد یوازې د یوه ټولشموله حکومت پر مټ دایمي ثبات ته رسېدلی شي.
































