په پروان ولایت کې د برښنا شرکت پر کار کوونکو د ماین بله چاودنه شوې ده. برښنا شرکت وایي، په دې چاودنه کې ددغه شرکت د پروان حوزې تجارتي مرستیال مرتضی سروري وژل شوی دی. نیم ساعت وړاندې هم د پروان په ګلغونډۍ کې د برښنا شرکت پر کار کوونکو د ماین چاودنه شوې وه، چې پنځه کارکوونکي یې پکې ټپیان شوي وو. د ټپیانو حالت نازک ښودل شوی دی. له پرون راهیسي دا درېمه چاودنه ده چې په پروان ولایت کې د برښنا شرکت پر کار کوونکو کېږي.
































