په فلیپین کې د توپان له امله د مړو شوو شمېر تر ۷۵ کسانو رسېدلی دی. د راپورونو له مخې دغه توپان تر ډېره د فليپين شرقي برخه ځپلې ده او شاوخوا ۳۰۰ زره کسان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي. چارواکي وايي چې د مړو شوو کسانو شمېر تر ۷۵ پورې رسېدلی دی خو ددغه شمېرې د لوړېدو احتمال شته دی.
بلخوا رسنۍ وايي چې توپان ځايي خلکو او عامه تاسیساتو ته پراخ زیانونه اړولي دي او زرګونه خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. حکومتي چارواکي دغه راز وایي له ډېرو سیمو سره اړیکې پرې شوې دي، د تګ راتګ لارې بندې دي نو له همدې امله احتمال شته چې د تلفاتو او مالي زیانونو کچه تر دې هم لوړه وي.
































