ترکیې یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې په افغانستان کې باید د اقتصادي بحران مخنیوی وشي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په اسلام اباد کې د اسلامي همکارۍ سازمان غونډې ته ویلي چې اسلامي نړۍ باید په افغانستان کې د روان وضعیت کنټرول لپاره لاس په کار شي څو په دغه هېواد کې د اقتصادي او انساني ناورین مخنیوی وشي. هغه ټینګار کړی دی چې سولې او ثبات ته د رسېدو یوازینۍ لار د دغه هېواد له نوي حکومت سره تعامل دی. په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي هم ویلي چې پر خپلو پښو ولاړ افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه او تضعیف یې د ټولو په زیان دی نو نړۍ ته په کار ده چې افغانستان سره سالمو روابطو ته رامخکې شي.
































