د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې چاودنې ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د راپورونو له مخې، دا پېښه تېره ورځ ناوخته ماښام مهال د کوټې په کندهاري بازار سیمه کې په یو موټرسایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې یې دوه تنه وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي. پولیسو ویلي چې چاودنه هغه مهال رامنځته شوه لکه چې له سیمې څخه د پاکستاني ملېشه ځواکونو موټریز کاروان د تېرېدو په حال کې وو. تر اوسه پورې د چاودنې پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
































