د اردن د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې له انساني بحران څخه د افغانستان د ایستلو لپاره باید پوره هڅې او په ګډه کار وشي. هغه په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته په خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې انساني بحران د اسلامي هېوادونو لپاره یو چلینج دی. د هغه په وینا، اردن په افغانستان کې پر روان اقتصادي او انساني ناورین خواشینی دی او له دغو بحرانونو څخه د وتلو په موخه له دغه هېواد سره هر ډول مرستو او همکاریو ته تیار دی. نوموړي دغه راز پر اسلامي هېوادونو او نورې نړۍ غږ کړی دی چې په دې بدو شرایطو کې د انساني خواخوږۍ له مخې له هر ډول تبعیض پرته د افغانانو لاسنیوي ته راودانګي.
































